د ننګرهار د مرکز اړوند اتمي حوزې په کابل کمپ سیمه کي یو ځوان په خپل کور کي ځان وژنه کړې ده.
دغه هلک ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د لطف الله ابتدايه ښوونځي د پنځم ټولګی زده کوونکی وو.
هغه دجمعې په ماښام په خپل کور کي ځان وژنه کړې وه.
د يادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي په افغانستان کي د ځان وژني پېښي زیاتي سوي دي.