په ننګرهار کي يو ځوان د زلزلې ځپلو کسانو ته د ويني ورکولو پرمهال وفات سوی

د ننګرهار د ولایتي روغتون څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت په مرکزي روغتون کي د شاهد په نوم يو ځوان غوښتل چي د کنړ زلزله ځپلو کسانو له پاره د ويني بانک ته وينه ورکړي، چي د ويني ورکولو پر مهال وفات سوی دئ.
د ننګرهار د ولايتي روغتون ډاکټرانو دغه پېښه تائيد کړې خو په اړه ئې نور جزئيات نه دي ورکړي.