د ننګرهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار د اوومي ناحيې په بګرامۍ سيمه کي يو کس ځان ويشتلی او وژل سوی دئ.
د سرچينې په حواله چي دغه کس د توپنچې په وسيله ځان ويشتلی او وژل سوی دئ. د سرچينې په خبره چي دغه کس د غریبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
بلخوا بيا د ننګرهار د ط..البانو امنيتي مسؤلينو دغه پېښه منلې ده او په خپره سوې خبرپاڼه کي ئې د دغه کس د ځان وژني لامل ئې ژورخفګان ياد کړی.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د اقتصادي ستونزو، غريبۍ او بېکارۍ له امله د ځوانانو ترمنځ د ځان وژني پېښي زياتي سوي دي