په ننګرهار کي یوه کس خپل مېرمن، نږور او زوی وژلي دي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، جلال اباد ښار کي يو کس خپله مېرمن، نږور او زوی وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، د جلال اباد ښار اتمي امنیتي حوزې اړوند په عظیم اباد سیمه کي یو کس تېره ورځ له روژه مات وروسته خپله مېرمن، نږور او زوی په ډزو وژلي دي.
هغه زياته کړه، د پیښي ځای ته د اتمي امنیتي حوزې منسوبینو ځان رسولی، یاد کسان چې لومړی ټپيان وو، روغتون ته رسول سوي خو د ژورو ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.
د هغه په وينا، قاتل د پیښي له ځای څخه تښتېدلی وو خو امنیتي ځواکونه وتوانیدل چي نوموړی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دی زياتوي، نيول سوی کس اوس مهال په یاده حوزه کي تر پوښتنو او ګروېږنو لاندي دی چي وروسته به د لا څېړنو لپاره د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندي د مبارزې مدیریت ته انتقال سي.
د سيمي اوسېدونکي وايي، دغه پېښه د خواښي او نږور ترمنځ د لفظي شخړي له امله رامنځته سوې خو امنيتي مسوولين وايي، تر اوسه لا د پیښي لامل نه دی معلوم.