د ننګرهار مسوولین وايي، د دغه ولایت په «بهسودو» ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو تن مړ سوی او شپږ نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ سرپرست ویلي، چي دغه پېښه د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کي رامنځته سوې ده.
د دغه رپوټ له مخي دغه پېښه د کرولا او ټوډي موټر د ټکر له امله رامنځته سوې ده.
د ننګرهار مسوولین وایي، د دې پېښي په ټپیانو کي یوه ښځه هم شامله ده.
د پېښي د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړل سوي.
په همدې حال کي په وروستیو میاشتو کي ترافیکي پېښي زیاتي سوي او د ښځو او کوچنیانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.