په ننګرهار کښي د روغتيا‌ د نړۍوال سازمان يو کارکوونکی شکنجه او وژل سوی

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د روغتيا د نړۍوال سازمان ساتونکی سيد قيام الدين په مرکز جلال اباد‌ښار کښي د خپلي دندي په محل کښي وژل سوی.
د سرچينې د‌ معلوماتو د‌ مخي چي سيد قيام الدين لومړی شکنجه سوی او وروسته وژل سوی دئ.
د هغه د وژني په اړه تر اوسه په رسمي ډول باندي ط..البانو او د روغتيا د نړۍوال سازمان ادارې څه نه‌دي ويلي.
د‌‌ يادوني وړ ده، چي وژل سوی کس اصلي د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چي د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کښي د روغتیا د نړۍوال سازمان د ادارې سره ئې د ساتونکي په توګه دنده اجرا کول.