په ننګرهار کښي يوه ميرمن د ط..البانو تر اته مياشتني زندان وروسته خپل خاوند وژلې

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په سپين غر ولسوالۍ کښي يوه خاوند خپله ميرمن د‌ هغې د ورور په همکارۍ د چاقو په وسيله وژلې ده.
سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دغه ميرمن ط..البانو د نامشروع اړيکو په تور ۳۹ دورې په عام محضر کښي وهلې او اته مياشتي ئې بندي کړې وه، چي د بند د مودې تر پوره کولو وروسته چي ازاده سوې خاوند او ورور په چاقو وژلې او د پېښي د ځای څخه تښتېدلي دي.