د جمعې په ماښام د ننګرهار د مرکز د جلال اباد ښار د پنځمي امنتي حوزي په مربوطاتو کښي يو ځوان خپل مور او پلار د چاقو په وسيله وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ ویاند سيد طيب حماد وايي چي دغه کس ضياالله نوميږي او د چاقو په وسيله ئې خپل مور او پلار وژلي دي.
د حماد په خبره چي ياد کس تر يادي پېښي وروسته ځان وژنه هم کړې ده.
د هغه په خبره چي د دغې پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري معلومه نه ده.