په ننگرهار کي د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل سوې

د ننگرهار ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کي د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ د عرفان لوبډلي په بريا پيل سوې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي شاوخوا ۱۵ ورځي به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کي عرفان لوبډلي خپلي سيالي احديار لوبډلي ته د ۲۱ منډو په توپير ماته ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *