په نورستان کي د موټر چپه کېدو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د نورستان ولایت چارواکي وايي، په دواب ولسوالۍ کي د یو سپرلۍ وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۷ کسان مړه سوي او ۸ نور ټپيان دي.

مسوولین وايي، دغه ډاټسن موټر یوې کندي ته لوېدلی او په مړو او ټپيانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

د نورستان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند غلام رحمان حیدري وايي، پرون مازیګر د دواب ولسوالۍ په بجګل سیمه کي یو موټر چي سپرلۍ پکښي وه، چپه سوی دی.

هغه زياته کړه، په دغه پېښه کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۷ کسان مړه سوي او ۸ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، امنیتي مسوولین د پېښي ځای ته رسیدلي مړي او ټپیان یې روغتون ته رسولي دي.

بل خوا د نورستان د والي وياند فریدون صمیم هم پېښه تايیدوي او وايي، سیمه غرنۍ ده، لاري خرابي دي لږ تیروتنه هم دا ډول پېښي رامنځته کولای سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *