د نورستان ولایت مقام څخه په خپره سوي خبر پاڼه کي ویل سوي دي، چي د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کي یو وحشي ځناور (یږ) پر دوه کسانو حمله کړې او وژلي ئې دئ.
خبرپاڼه زیاتوي، چي د دواب ولسوالۍ د ژونیا درې اړوند د کونډا کلي دوه تنه درې ورځې وړاندي د مرخیړیو ټولولو له پاره یوې لوړې څوکې ته ختلي وه، چي یاده پېښه رامنځ ته سوې وه.