د جمعې په ورځ د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ د ګارمغز درې په ساحه کي نامعلومو وسلوالو يوکس ويشتلي او وژلی دئ، د سيمي څخه ځايي اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي وژل سوی کس اصلي د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی وو، خو په دواب کي ئې ژوند او مزدوري کول.
د يادوني وړ ده، چي د يادي پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري معلومه نه ده.