په نيمروز کي د يو شمير توکو د قاچاق مخه ونيول سوه

د کشف او استخباراتو آمريت د راپور پر اساس د نيمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ په رباط سیمه کې ۴۶ عرادې سېپا موټرونه ‏چې غوښتل يې ټوکران، برقي وسايل او اوسپنې په غير قانوني ډول پرته له محصوله ګاونډي هېواد ته انتقال کړي، ونيول سول.

په دې تړاو د دفاعي ځواکونو له لوري ۷۵ تنه شکمن کسان نيول سوي دي، چې تر څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته ور وپيژندل سي.