په نیمروز کي د ورېښم بندر تړل سوی

د نیمروز ولایت مسوولین وایي، په یاد ولایت کي له ایران سره د ورېښم لار د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.
د چارواکو په وینا، یاد بندر د ایران له خوا تړل سوی او تر اوسه یې د تړل کېدو لامل نه دی معلوم.
د هغوی په خبره، هڅه کوي چي، له ایراني چارواکو سره د خبرو له لاري یاد بندر بیرته د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.
د ورېښم بندر د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو بندرونو څخه دی چي په تړل کېدو سره يې د مسوولینو په وینا، کېدای سي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه راکمه سي.
د پاکستان په څېر د ایراني چارواکو له خوا هم ځیني وخت بندرونه د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي.