په نیمروز کي د ۵۴ میلیونه افغانيو په ارزښت د موټرو تم ځای جوړیږي

د افغانستان د مالیې وزارت پر خپله ایکس باندي خبر ورکړی، چي دغه وزارت د نیمروز د ګمرک اړوند د دغه ولایت د بندرولۍ لپاره د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تم ځای جوړه وی.
دغه وزارت وایې چي دغه تم ځای پر ۴۷ جریبه ځمکه جوړیږي، چي په مرسته به ئې د دغه ولایت سوداګرو، د ګمرک کارکونکو او موټر چلوونکو ته په بېلابېلو برخو کي اسانتیاوي برابري سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *