د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کي د یکشنبې په ماښام ناوخته وسلوال غله د حیات الله په نوم کس کور ته د غلا په موخه ورغلي او هغه ئې د خپلو اولادو دسترګو په وړاندي وژلی دئ.
څراغ تلوېزون ته سرچینې ویلي، چي دغه غله تر پېښي وروسته د سیمي څخه تشتېدلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دا وروستیو کي په افغانستان کي د غلاو پېښي زیاتي سوي او ولس د ط…البانو څخه د وسلوالو غلاو او غلو د کنترول غوښتنه کوي.