په هالنډ کښي د افغانستان سفارت هغه راپورونه رد کړي چي ویل کېدل؛ دې سفارت د خپل ویبسایټ او ټولنیزو شبکو له پاڼو څخه د “افغانستان اسلامي جمهوریت” نوم، ملي بیرغ او د جمهوریت نښي ليري کړي دي. مخکي راپورونو کښي ويل کېدل، چي دغه سفارت دا بدلونونه د ط..البانو د فشار یا سیاسي بدلونونو په پایله کښي کړي دي.
په ورته وخت کښي دغه سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کښي دا ادعاوي رد کړي او ویلي ئې دي چي دوی لا هم په خپلو ټولو رسمي مکتوبونو، اسنادو او اړیکو کښي د “افغانستان اسلامي جمهوریت” نوم، ملي درې رنګه بیرغ (تور، سور او زرغون) او د جمهوریت نښي کاروي. سفارت ټینګار کړی چي دوی د پخواني نظام د سمبولونو په کارولو کښي هیڅ بدلون نه دئ راوستلی او خپلي چاري د جمهوریت د اصولو په چوکاټ کښي پر مخ وړي.