په هرات کي د ترافیکي پيښي له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، چي د هرات – تورغونډۍ پر لاره د یوې سراچې او ټېلر موټرو د ټکر له امله ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان سوي دي.
د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ مرستیال مفتي عبدالرحیم رحماني وايي، دغه پېښه نن چهارشنبه د تورغونډۍ پر لار بغرچر په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د هغه په وینا، سراچه موټر له هرات ښار څخه د ګلران ولسوالۍ ته په لاره چي دا پېښه رامنځ ته سوه.
د پيښي ژوبل کسان روغتون ته وړل سوي خو د ځینو وضعیت د اندېښنې وړ بلل سوی.