په هرات کي د تياتر هنر د له منځه تلو په حالت کي دئ

د هرات د تياتر د برخي هنرمدان وايي، چي په دغه ولايت کي د تياتر هنر حالت ورځ تربلي د خرابېدو په حال کي دئ. د هغوی په خبره، چي د اقتصادي ستونزو او دولت له خوا د ملاتړ د نه موجوديت په سبب د دغه برخي هنرمندان د خپل هنر څخه لاس اخلي او نورو کارونو ته مخه کوي.
د دوی په خبره چي په دغه ولايت کي سوداګر هم د يادي برخي د هنرمندانو سره مرسته او همکاري نه کوي، هغوی وايي که چيري دولت د هرات د تياتر هنر ته پاملرنه و نه کړي، نو دغه هنر به نور په دغه ولايت کي له منځه ولاړ سي.
په هرات کي د تياتر هنر يوه پيړۍ مخکي پيل سوی وو، چي د جمهوريت په وروستيو کلنو کي شاوخوا ۵۰۰ د تياتر دبرخي هنرمندانو په دغه ولايت کي فعاليت کوئ، خو د طالبانو په راتګ سره د هنر دغه برخه پيکه سوې او اوس يوازي د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کي رسمي پنځه تنه او محدود شمېر خپلواک د تياتر د برخي هنرمندان چي د دولت سره رسمي دنده نه لري فعاليت کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *