په هرات کي د سبزیجاتو او نور کروندګر وايي، د کورنیو مرستو او مرستندویه بنسټونو د نه شتون له امله اړ دي چي د پیازو محصولات په ټیټه بیه وپلوري

دوی وايي د کافي اوبو او کیمیاوي سرو نشتوالی بله ننګونه ده چي تل ورسره لاس او ګرېوان دي.

د دوی په وینا، په هرات کي د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله اړ دی خپل حاصلات په ټیټه بیه وپلوري.

بل لور د هرات ولایت یو شمېر کروندګر وايي، د کیمیاوي سرو د کمښت له امله د دوی کروندې ښه حاصلات نه ورکوي.

د ګرمۍ په موسم کي د هرات په بازارونو کي د یو کیلو پیازو بیه لس افغانۍ ده، خو په سخت سوړ موسم کي د یو کیلو پیازو بیه تر ۱۵۰ افغانیو پوري رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *