په هرات کي د شیعه ګانو پر یوه مسجد د برید مسوولیت داعش ومنی

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمي په یوه مسجد کي پر لمونځ کوونکو د دوشنبې په شپه برید وسو چي پر مهال یې اووه کسان ووژل سوه او یو شمېر نور ټپیان سوي وه.
داعش ډلي د دوی اړوند د ټلګرام پر یوه پاڼه د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.
د هرات د شیعه عالمانو عمومي شورا له ا.ا څخه غوښتي چي د دې برید عاملین پیدا او سخته سزا ورکړي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، د اروپايي ټولني استازو او په کور دننه او بهر ګڼ شمېر سیاسیونو دغه برید غندلی.
داعش خراسان څانګي له دې مخکي د هرات په شمول د افغانستان په نورو ولایتونو کي هم دا ډول بریدونه کړي.