د هرات د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ سهار وختي د کندهار- هرات پر لويه لاري د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کي د مسافرو ۳۰۲ ډوله موټر د يو بل موټر سره ټکر سوی، چي له امله ئې لس کسان وژل سوي او لس نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ټپيان ئې د درملني په موخه د هرات ولايتي روغتون ته انتقال کړي دي.