په هرات کي يو کس خپل مور، لور او مېرمن وژلي

د هرات څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ماخستن د هرات ولايت په باغ نظرګاه سيمه کي خپل د فاميل درې غړي وژلي.
د سرچينې په وينا چي دغه کس خپل مور، مېرمن او لور د چړو په وسيله وهلي او وژلي دي.
سرچينه زياتوي، چي تر يادي پېښي وروسته قاتل د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
د هرات ولايت ط..البانو هم ياده پېښه منلې او په خبره ئې چي په اړه ئې څېړني کوي.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري روښانه نه ده؛ خو ډېر وخت دا ډول پېښي د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته کېږي.