د هسپانیا په ختیځو او جنوبي سیمو کي د تیري یوې اونۍ راهیسي د شدیدو بادونو او باران خبر ورکړل سوی دی چي له کبله یې په والنسیا او جنوبي اندلوسیا کي سیلابونه راغلي دي.
په خپرو سویو ویډیوګانو کي ښودل کیږي چي لاري او سړکونه په سیندونو بدل سوي، موټرونه یې له ځانه سره وړي او د ریل ګاډیو سیستم ګډوډ سوی دی.
په والنسیا کي د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د ۶۰ کسانو مړینه تائید کړې ده.
د سیمې اوسېدونکي چي کورونه یې تر اوبو لاندي سوي، د خپلو کورونو له ودانیو څخه د خټو او خځلو د لیري کولو او د خپلو مالونو د موندلو هڅه کوي.
دا په دغه اروپايي هیواد کي د ۱۹۹۶ کال راهیسي ترټولو ناوړه طبیعي ناورین ګڼل سوی.