په هلمند ولایت کي دریو کسانو ته تعزیري سزا ورکول سوه

ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کي یې دوه کسان «۳۹ درې» وهلي او په دوه کاله بند يې هم محکوم کړي دي.

 په همدې حال کي  او د دغه خبرپاڼي له مخي، دریم تورن «۳۰ درې» وهل سوی او په اته میاشتني بند هم محکوم سوی دی.

له دې وړاندي چارواکو خبر ورکړی وو چي پرون یې هم ۱۲ تنه په بېلابېلو تورونو په عام محضر کي په درو ووهل.

د معلوماتو له مخي، ستري محکمې په تېرو درېیو کلونو کي د ۱۰۶ ښځو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان په عام محضر کي په درو وهلي دي.