په هلمند کي ترافیکي پيښي ۵۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د کندهار – هرات پر لویه لار یو مسافر وړونکی بس موټر او ټانکر سره ټکر سوي چي په پایله کي یې ۲۱ تنه مړه سوي او ۳۸ نور ټپیان سوي دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وایي، پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د یخچال په سیمه کي رامنځ ته سوې.
د هغه په خبره، د دغه ټکر پر مهال ۵۸۰ مسافر وړونکي بس موټر اور اخیستی چي ډېری کسانو ته له همدې امله مرګ ژوبله اوښتې.
هغه زیاته کړه، د پيښي ټپيان روغتون ته لېږدول سوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل سوی.
د کندهار – هرات پر لویه لار له دې وړاندي هم ورته خونړۍ پيښي رامنځ ته سوي چي لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول بلل کیږي.