په هلمند کي د ترافیکي پيښي له امله یوه ښځه مړه، دوه کوچنیان او سړی ټپيان سوي

مسوولین وايي، د هلمند په مرکز لښکرګاه په ایوب خان مېنه کي موټر سایکل او بار وړونکی مازدا موټر سره ټکر سوي چي په ترڅ کي یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد وایي، دغه پېښه نن سهار رامنځ ته سوې چي پر مهال يې پر موټر سایکل سپاره یو سړی او دوه کوچنیان ټپیان سوي او یوه ښځه وژل سوې ده.
د هغه په وینا، ټپيان روغتون ته لیږدول سوي او موټرچلوونکی هم تر پوښتنو لاندي دی.
په دې وروستیو کي په ښارونو او لویو لارو کي د بې احتیاطۍ له امله ترافیکي پيښي ډیري زیاتي سوي.