په هلمند کي د لسو لوبډلو ترمنځ د ۱۴۰۳ کال د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل سوې

د هلمند ولایت د بدني روزني او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د لسو لوبډلو ترمنځ د ۱۴۰۳ کال د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل سوې چی یوه میاشت به دوام وکړي.

مسوولین وایي، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ریحان او سازش ښوونځي لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پایله کي یې ریحان لوبډلي د ۶ پر یو ګولونو په توپیر خپلي سیالي لوبډلي ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.