په هلمند کي د لس ورزش کارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزي سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت مرکز لښګرګاه ښار کي د لس ورزش کارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزي سیالۍ چي دوې ورځي مخکي پیل سوي وې، پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ په سیم دور، حلقه‌يي او اکروباټ برخو کي ترسره سوې، چي په پایله کي یې کریم الله لومړی، نقیب الله دویم او راشد خان درېیم مقام خپل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *