په هلمند کي د واده موټر د اوښتو په پېښه کي ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کي د فلډر موټر چپه کېدو په پېښه کي ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي، نن ماپښین درې بجې د دغه ولایت موسي کلا ولسوالۍ بغني مانده سیمه کي د واده یوه عراده فلډر موټر چپه سوی.

د هغه په وینا، د دغه موټر د چپه کېدو په پایله کي یو درې کلن کوچني ژوند بايللی او څلور ښځي، یو غټ نارینه او یو کوچنی ټپیان سوي دي.

ریاض زیاتوي، چي ټپیان سوي کسان روغتون ته انتقال سوي اوس تر درملني لاندي دي.