په هلمند کي د ټيپ بال پیل سوي سیالۍ پای ته ورسېدې

مسولین وایي، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کي د اختریز جام په نامه پیل سوي د ټیپ بال سیالۍ د ملي کاروان او پوپل بروز لوبډلو په لوبه پای ته ورسېدې.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي، یادي سیالۍ چي لس ۱۰ اوریزه وې ۲۴ لوبډلو پکښي ګډون کړی وو او ۱۳ ورځي يې دوام وکړ.
د دغه سیالیو پایلوبه د پوپل بروز لوبډلي له ملي کاروان لوبډلي څخه د ۵۰ ځغاستو په توپیر وګټل.
د دغه سیالیو لومړي مقام ګټونکي ته یوه عراده موټرسایکل، دوهم مقام ګټوونکي ته یوه عرده بایسکل ورکړل سوي دي.