د کندز د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چي په دې ولایت کي د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل سوي دي

په دې سیالیو کي د بدخشان، تخار، کندز، بغلان او بامیانو ولایتونو لوبډلي برخه اخلي، چي پنځه ورځي به دوام وکړي.

مسوولین وایي، د دې سیالیو موخه د ځوانانو هڅونه او د شمال په کچه د اتلي لوبډلي پېژندل دي.

د سیالیو ګډونوالو هم د دې سیالیو له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د فوټبال د ودي لپاره یو اغېزمن ګام بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *