په هلمند کي د کونګ فو ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره سوې

مسوولین وایي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي د کونګ فو فدراسیون په لارښوونه د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره سوې.
د کونګ فو فدراسیون مسوول جلالي وايي، چي د یادو سیالو څخه یې موخه د کونګ فو ورزشي ریشتې ته وده ورکول او په دې برخه کي د ځوانانو جذبول دي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چي دې ته ورته سیالۍ نوري هم جوړي کړي او ځوانان وهڅوي چي په دې ورزشي رشته کي ښه لاسته راوړني ولري.
د هلمند ځوانان هم وایي، باید دې ته ورته نوري تشویقي سیالۍ هم ورته جوړي سي او هغه ځوانان چي ښه استعداد لري جایزې ورکول سي تر څو لا هم هڅي زیاتي کړي.