په هلمند کي د ۳۶ لوبډلو تر منځ فوټسال سیالۍ پيل سوې

مسوولین وایي، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار غازي محمد ایوب خان میني ورزشي جمنازیوم کي د ۳۶ لوبډلو تر منځ د فوټسال تګ راتګ سیالۍ پیل سوې.
د هلمند فوټبال فدراسیون مسوول رنګین خان دفټانی وایي، له دې سیالیو څخه یې موخه په روژه مبارکه میاشت کي د ځوانانو سالم مصروفیت دی او د روژې مبارکي میاشت تر اخیرو شپو پوري به دوام ولري.
د پیل په لوبه کي سادات لوبډلي ۷ پر ۴ ستاره ګانو لوبډلي ته ماته ورکړه او لوبه یې وګټل، په دوهمه لوبه کي ودان لوبډلي ۸ پر ۲ المهدي لوبډلي ته ماتي ورکړه.