په هلمند کي له ۵۰۰ تنو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه

په هلمند کي د محمدبن راشد آل مکتوم خیریه بنسټ له خوا له ۵ سوه بې وزلو او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.
مسوولین وایي، په دې مرسته کي د اوړو، غوړیو، ورجو په ګډون ۹ قلمه خوراکي توکي شامل دي چي تر یوې اندازې به د دغه کورنیو اړتیاوي پوره کړي.
دغه کسان چي د هلمند د مرکز تر څنګ له ولسوالیو څخه هم دې مرستي ته راغلي وایي، خوښ دي چي یوه اندازه مرسته تر لاسه کوي خو غوښتنه کوي چي د مرستو تر څنګ باید د کار په برخه کي هم زمینه ورته برابره سي.
د دوی په وینا، دا مهال ډېری کسان بې روزګاره دي او نه سي کولای د کورنیو لپاره نفقه برابره کړي.