په هندي کشمیر کي د برید پرمهال ۲۶ سیلانیان وژل سوي

د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخي د سه شنبې په ورځ د هند تر کنترول لاندي کشمیر کي د وسلوال برید پر مهال ۲۶ سیلانیان وژل سوي دي.
بریدګرو په پیلګام سیمه کی سیلانیان په نښه کړي او دا سیمه له مرکز سرینګر څخه ۹۰ کېلو میتره فاصله لري.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید غندلی او ژمنه ئې کړې، چي برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راولي.
د یادوني وړ ده، چي د کشمیر مقاومت په نامه یوې ډلي په ټولنیزو شبکو کي ددغه برید مسؤلیت پرغاړه اخېستی دئ.