د هند په بیهار ایالت او نیپال کي د جمعې او شنبې په ورځو کي ۶۹ کسانو د تندر د پېښي د رامنځ ته کېدو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ.
د هندي رسنیو په حواله ۶۱ کسانو د هند په بیهار ایالت او ۸ تنو په نیپال کي د تندر د رامنځ ته کېدو له امله وژل سوي دي.
په ورته وخت کي د هوا پېژندني سیمه ایزې ادارې د هندوستان په بیهار کي د شنبې په ورځ د شدیدو اورښتونو خبر هم ورکړی دئ.