په هند کي پر محصلینو د تراویح پر مهال برید سوی

راپورونه وایي، تېره شپه د هند ګجرات پوهنتون اړوند ليليه کي د تراويح لمونځ پرمهال پر محصلينو بريد سوی، چي په پايله کي يې د یوه افغان محصل په ګډون پینځه تنه ټپيان سوي دي.
د راپورونو له مخي د لمانځه پر مهال د افغانستان او ځينو نورو اسيايي هیوادونو سربېره د افريقايي هیوادونو محصلینو هم شتون درلود.
د یادي پېښي عاملین لا تر اوسه نه دي معلوم سوي او نه هم د هند حکومت په دې اړه څه ویلي دي.
له دې وړاندي هم دې ته ورته پيښي د مسلمانو محصلینو په وړاندي رامنځ ته سوي چي په ځینو کي محصلینو ژوند له لاسه ورکړی.
په هند کي مذهبي شخړي زیاتي دي او اکثره وخت د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د مذهبي اختلافاتو له امله یو پر بل بریدونه کیږي.