په هند کي په یوه وسله‌ واله نښته کي لږ تر لږه ۲۸ ماویست یاغیان وژلي دي

د هند امنیتي ځواکونو ویلي، چي د چتیسګر په ایالت کي یې په یوه وسله‌ واله نښته کي لږ تر لږه ۲۸ ماویست یاغیان وژلي دي.
دا نښته څو ورځي وروسته له هغه رامنځته سوه چي د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه، ماویست یاغیانو ته خبرداری ورکړی وه چي یا دي تسلیم سي او یا به له بشپړ پوځي یرغل سره مخ سي.
د جمعې ورځې نښته د چتیسګر ایالت په سویل کي په یوه ځنګلي سیمه کي رامنځته سوې، چي د یاغیانو د فعالیت یو مهم مرکز بلل کېږي.
د ماویست یاغیانو پر وړاندي د هند د امنیتي ځواکونو له غوڅ دریځه وروسته، حکومت په مرکزي، جنوبي او ختیځو ایالتونو کي لسګونه زره امنیتي پرسونل ځای پر ځای کړی، چي له امله یې د یاغیانو تر واک لاندي سیمه په وروستیو کلونو کي ډېره محدوده سوې ده.
دغه یاغیان چي د نکسلیانو په نوم پیژندل کیږي او وايي چي دوی په کلیو کي د بې وزلو لپاره مبارزه کوي، له ۱۹۶۷ راهیسي چریکي بریدونه کوي.
دوی ته په دې خاطر ماویست یاغیان ویل کیږي چي دوی د چین د پخواني کمونیست مشر ماویستونوګ د ایډیالوژۍ لارویان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *