په هیواد کي د ښځينه سوداګرو زیاتوالی؛ خو په ځینو ولایتونو کي یې پر کارونو بندیز دی

د ا.ا د سوداګرۍ وزارت ادعا کوي، چي په هیواد کي د ښځینه سوداګرو شمېر په ډېرېدو دی او اوس مهال یې شاوخوا ۹۰۰۰ ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخي دغه ښځي د خیاطۍ، غالیو اوبدلو، د مېوې د بسته بندۍ، کرني او مالدارۍ او نورو برخو کي په کار بوختي دي.
دغه خبر پر داسي مهال ورکول کیږي چي د کندهار په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کي د ښځو پر سوداګریزو فعالیتونو بندیز دی او د ښځو اړوند پخواني مارکېټونه بند کړل سوي دي.