په هیواد کي د یوې میاشتي د اورښتونو او سیلونو د قربانیانو شمیر اتیا تنو ته رسیدلی

طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت ادارې ویاند جانان سایق رسنیو ته ویلي، چي په هیواد کي د یوې میاشتي د اورښتونو او سیلونو د قربانیانو شمیر اتیا تنو ته رسیدلی او لسګونه نور ټپيان سوي دي.
د هغه په وینا، چي د اورښتونو او سیلونو له امله د یوې میاشتي په موده کي تر سلو ډیر کسان ټپيان سوې هم دي.
طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت د ادارې په وینا د اورښتونو له امله تر یو زر اته سوه ډیر کورونه د څه باندي څلورو اونیو په ترڅ کي وران سوي او نژدې درې زره جریبه زراعتي مځکه ویجاړه سوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *