په هیواد کي لاهم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع مځکه په ماینونو پوښلې ده

د ماین پاکۍ ادارې د همږغۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل په کابل کي د ماین پاکۍ نړیوالي ورځي نمانځ غونډې ته وویل، تېر کال یې په هیواد کي ۱۰۳ کیلومتره مربع مځکه له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه کړې ده.
خو د هغه په وینا، لا هم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع مځکه په ماینونو پوښلې ده چي باید پاکاري سي.
هغه ټینګار وکړ چي د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالي ټولني له خوا ملاتړ وسي.
ده زیاته کړه، تېر کال د هیواد په سطه د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کي ۶۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.