په هیواد کي له ۵۱ زره عالمانو څخه د ماسټرۍ اسنادو لپاره ازموینه واخیستل سوه

د لوړو زده کړو وزارت وایي، د هیواد ۵۱ زره عالمانو څخه یې د عالمیې مرحلې (ماسټرۍ) اسنادو د ارزوني په موخه په اوو زونونو کي ازموینه واخیستل.
د لوړو زده کړو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي نداء محمد ندیم له یادي ازمویني څخه د څارني په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی وو او په یاد ولایت کي یې د ټولو زونونو ازموینه په رسمي ډول پرانیستل.
د لوړو زده کړو د ازمویني په پرانیسته کي علماء کرامو ته د ازمویني د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چي په دې پروسې سره به د علماء کرامو د اسنادو تثبیت وسي.
د عالمانو د عالمیې مرحلې (ماسټرۍ) اسنادو د ارزوني ازموینه هم مهاله د هیواد په ۷ زونونو مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لوېدیځ او شمال ختیځ کي اخیستل سوې ده او ټولو هغو عالمانو پکښي ګډون کړی وو چي نوملیکنه یې ورته کړې وه.
د لوړو زده کړو وزارت وایي، دغو علماء کرامو ته به په ازموینه کي له بریا وروسته د ماسټرۍ معادل اسناد ورکول کیږي.