په هیواد کي وروستي سېلابونه؛ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پېښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت وايي، په اوو ولایتونو کي د وروستیو سېلابونو له امله ۸۵ تنه مړه سوي او تر سل تنه ډېر ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند جانان سایق نن شنبه ویلي، چي په تخار، بغلان، بدخشان، سمنګان، هرات، فاریاب او غور ولایتونو کي د جمعې د ورځې سېلابونو د ۸۵ هیوادوالو ژوند اخیستی او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
بل خوا بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ویلي، چي پرونیو سېلابونو یوازي په بغلان کي د ۲۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی.
په بغلان کي سېلابونو ځیني کلي په بشپړه توګه له منځه وړي او زیات شمېر کسان سېلابونو وړي چي تر اوسه ورک دي.