د عامي روغتیا وزارت مسوولین وايي چي دا مهال هیواد کي یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.
د یاد وزارت مسوولینو دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ په کابل کي د «لید نړیوالي ورځي» لمانځغونډه کي کړي دي.
د عامي روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندي کولو معیین ویلي، چي هرکال په هیواد کي ۲۵زره کسان د خپلي یوې سترګي لید له لاسه ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا پاملرني ملي همږغۍ امر اغامحمد عابد طوطاخېل وايي چي د سترګو ډاکټرانو کمښت په هیواد کي د روغتیا برخي له لویو ستونزو څخه شمېرل کېږي.
یوشمېر ډاکټران غیراراداي خوځښتونه، پر سترګو سرې، قهويي یا خړي لکې، د اوښکو ډېره بهېدنه او د سترګو خارښ د سترګو ناروغي له مهمو عواملو یادوي.