په وردګو کي د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي

د وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کي د تېري شپې سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کي ویلي چي دا سېلابونه د دایمیرداد ولسوالۍ په پیره، حکیم خېل، بخشک، علي جان خېل او ځینو نورو سیمو کي تر سخت اورښت وروسته راوتلي دي.

ویل کېږي چي دغو سیلابونو کرنيزي مځکي له منځه وړي، کرنیز محصولات یې خراب کړي، د کلیو ترمنځ د تګ راتګ عمومي لاري یې بندي کړي دي.

 د ویلو ده چي پرون د یاد ولایت په ځینو سیمو کي د کال لومړۍ واوره هم سوې وه.

سږنیو اورښتونو د هیواد په ډېرو ولایتونو کي خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي او دا اورښتونه په افغانستان کي د اقلیمي بدلون پایلي بلل کېږي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *