په پاریس کي یوه کس د یو میلیون ډالرو څخه په زیات ارزښت د افغاني زعفرانو غوښته کړې

د متحده‌ایالاتو نړیواله پراختيايي اداره یا “یوایس‌آی‌‌ډي” وایي، د پاريس د ۲۰۲۴م کال په نندارتون کي یوه رانیوونکي کلني ډول د یو میلیون ډالرو څخه په زیات ارزښت د افغاني زعفرانو غوښته کړې ده.

د افغانستان زعفران چي په نړۍ کي ښه نوم لري په دې ورستیو کي یې ارزښت تر ایراني زعفرانو هم لوړ سوی دی.