په پام کي ده چي د ملګروملتونو امنیت شورا راتلونکې دوشنبه د افغانستان په اړه بحث وکړي

د ملګروملتونو د سیاسي او سوله ایزو چارو برخي پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کي لیکلي، دا غونډه د مارچ په لسمه د ډنمارک په نوښت، چي د امنیت شورا نوبتي مشري کوي جوړېږي او په افغانستان کي د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایووا به هم پکښي حاضره وي.
د دې غونډي د اجنډا په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي خو بشري حقونه او په تېره د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه او همداراز د خلکو اقتصادي ستونزي هغه مسایل دي چي په تېرو څه کم څلورو کلونو کي د افغانستان په اړه د امنیت شورا د بحثونو اجنډاګاني جوړوي.
په همدې حال کي د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغ کوي او په خپلو راپورونو کي حقایق نه وړاندي کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *