په پاپوا نیو ګیني هیواد کي د مځکي ښویدو له امله تر ۱۰۰ زيات کسان وژل سوي دي

راپورونه وایي، د مځکي ښویدو پېښه د پاپوا نيو ګیني له پلازمیني مورسبي څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومټره ليري د انګام ولایت په کاوکلم سیمه کي ن سهار وختي سوې ده.
پاپوا نیو ګینې د ارام سمندر په جنوبي برخه کي پروت ټاپو وزمه هیواد دی چي تر نورو هیوادونو اسټرالیا او نیو زيلينډ ته نږدې دی.
د سیمي اوسیدونکي وايي، چي د مړو شمېر تر ۱۰۰ زيات دی، خو چارواکو لا دا شمېره نه ده تایید کړې.
پر ټولنیزو شبکو خپرې سوي ویډیوګاني ښیي چي ځایي خلک تر خاورو لاندي سوي کسان راباسي.