د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري وایي، یوازي د روان ۲۰۲۵ کال په جنوري کي زرګونه افغانان له پاکستانه ایستل سوي دي.
سرچینه زیاتوي، چي ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان په تېره میاشت کي له پاکستانه هیواد ته ستانه سوي دي.
یاده کمېشنري زیاتوي، چي په دغو کډوالو کي کابو زر تنه په جبري ډول افغانستان ته استول سوي، چي په اسلام اباد او راولپنډۍ کي نیول سوي وه.
د سرچینې په راپور کي راغلي، چي په ایستل سویو زرو کسانو کي شاوخوا ۸۰۰ تنه یې ښځي او کوچنیان دي.
پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هیواد دی، چي له افغان کډوالو سره له هر ډول بشري قوانیو خلاف چلند کوي.